د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) له جاپان او اسټرالیا غوښتي چې که د تایوان پر سر له چین سره احتمالي جګړه رامنځته شي، خپل رول او دریځ باید له وړاندې روښانه کړي.
فایننشل ټایمز د خپلو سرچينو په حواله ويلي، دغه غوښتنه د پنټاګون مرستیال د جاپان او اسټرالیا د دفاعي چارواکو سره د وروستۍ لیدنې پر مهال کړې ده.
په راپور کې راغلي چې دې غوښتنې دواړه هېوادونه حیران کړي، چې تر دې دمه امریکا هم د تایوان د پوځي ملاتړ بشپړ تضمین نه دی ورکړی. تایوان، که څه هم یو خپلواک حکومت لري؛ خو چین هغه د خپلې خاورې یوه برخه بولي او تل یې د یووالي لپاره خبرداری ورکړی.