کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په پنځو ولایتونو کې ۱۴ کسان د غلا په تړاو نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان په هرات، بغلان، ننګرهار او نیمروز ولایتونو کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نیولي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په هرات کې څلور، بغلان کې درې، ننګرهار کې درې، لوګر کې دوه او نیمروز کې هم دوه کسان د غلاوو په تړاو نیول شوي دي.
کورنیو چارو وزارت ویلي چې نیولشوي کسان عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت له تېرې څه مودې راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو په تړاو هم د لسګونه کسانو د نیولو زیات راپورونه ورکړی دي.
د مسوولینو په وینا چې له نیولشویو کسانو سره وخت ناوخت غلا شوي توکي او نشهيي مواد هم ترلاسه شوي دي.