د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بګرام اډې په اړه د چین د کنترول ادعاوې رد کړې.
نوموړي دغه څرګندونې پر خپلې اېکس پاڼه کړي او زیاته کړې یې ده چې دا ډول راپورونه ناسم دي.
خلیلزاد دا څرګندونې له يو شمېر هغو راپورونو وروسته کړې، چې ګواکي چين د بګرام هوايي اډه اداره کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې د بګرام هوايي اډې په تړاو دا ډول راپورونه بېاساسه بللي او ټینګار یې کړی چې یاده اډه د افغانستان د امنیتي بنسټونو تر ادارې لاندې ده.