ډېر لوستل شوي

د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې د رسنیو پر حضور ټینګار شوی 

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رهبرۍ، د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام د ښه تنظیم په موخه د رسنیو له مسوولینو سره د همغږۍ ناسته کړې ده. 

د دې ادارې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا ناسته نن (یکشنبې، چنګاښ ۲۲مه) شوې، او د یاد مرکز رییس، مولوي نعیم الحق حقاني پکې د امارتي ادارو د لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام ‘کره معلوماتو ته د رسنیو د لاسرسي’ لپاره مهم بللی دی. 

په خبرپاڼه کې د مولوي نعیم الحق حقاني له قوله ویل شوي: “د دې ناستې هدف، د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام د ښه تر سره کېدو په موخه، ستاسو د نظرونو او وړاندیزونو اورېدل دي، څو له دې لارې دغه ستر او مهم پروګرام په ښه ډول تر سره او د ټولو ادارو لاسته راوړنې او فعالیتونه تر ولس او نړیوالو پورې ورسېږي”

په دې ناسته کې د رسنیو مسوولینو هم د لاسته‌راوړنو تشرېح پروګرام د ښه تنظیم او پراخ پوښښ په موخه خپل ګټور نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي، او د یاد پروګرام د خبري کنفرانسونو د ښه انعکاس په برخه کې یې د خپلې بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.

اړوند خبرونه