د صهيونيست رژيم ځواکونو له لوري د شنبې په ورځ پر غزې د درنو ځمکنيو او هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۱۰ فلسطینیان شهيدان شوي دي.
په شهيدان شويو کې ۳۴ تنو د مرستو د ترلاسه کولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې ټلوېزیوني د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د صهيونيست رژيم ځواکونو په مستقیم ډول پر هغو ملکي فلسطینیانو ډزې کړې، چې د “غزې انساني بنسټ” خیریه مرکز مخې ته راټول شوي وو.
د فلسطیني چارواکو په وینا، د بشري مرستو ترلاسه کول اوس د مرګ په بيه شوی او نړیوال بشري سازمانونه باید ژر تر ژره د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي.