د بغلان ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د رومي بادنجانو حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی، چې ټول تولید یې له ۴۴ زره او ۶۲۰ متریک ټنه اوښتی دی.
د ياد رياست د معلوماتو سيستم مدير ولي امرخېل وايي، روان کال د بغلان په شاوخوا ۹۷۳ هکټاره ځمکه کې رومي بادنجان کرل شوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا شمېر ۹۶۸ هکټاره و او تولیدات یې ۴۰ زره او ۶۸۱ متریک ټنو ته رسېدل.
نوموړي د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لاملونه د بزګرانو له لوري د زراعتي تجربو لاسته راوړل، د معیاري کرنې له چارې سره بلدتیا او د اصلاحشویو تخمونو کارول ښودلي دي.
د ويلو ده، په دې وروستيو کې د کرنې د سکتور د پرمختیا په موخه، د اصلاحشویو تخمونو کارول، د کرنیزو روزنو پروګرامونه او د بزګرانو پوهاوی زیات شوی، چې له امله یې د حاصل په کیفیت او کمیت دواړو کې د پام وړ ښهوالی راغلی دی.