ډېر لوستل شوي

شیخ ندا‌ء محمد ندیم: دین، اسلامي شریعت او د خلکو غوښتنې د نظام لومړیتوبونه دي

د لوړو زده‌‌کړو سرپرست وزیر، مولوي ندا‌ء محمد ندیم د جاپان له سفیر «تاکایوشي کورومایا» سره په کتنه کې د یاد وزارت اړوند او نورو بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت ویاند، حافظ ضياءالله هاشمي په اېکس‌پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې سرپرست وزیر همداراز د نشه‌يي توکو روږدو کسانو درملنې او کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو مننه کړې او د اسلامي امارت پر وړاندې یې د نړیوالې ټولنې پر دوه‌ګونو سیاستونو هم خبرې کړې دي.
سرپرست وزیر همداراز ویلي چې دوی له دیني او ملي ارزښتونو سره سم او د ټولنې اړتیاوو ته په کتو د باکیفیته دیني او عصري زده‌کړو او معیاري څېړنو ته ژمن دي، او ټینګار یې کړی چې دین، اسلامي شریعت او د خلکو غوښتنې یې د نظام لومړیتوبونه دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د جاپان سفیر په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پر پرمختګونو خوښي ښودلې، او له افغانستان سره یې د جاپان د مرستو د دوام ژمنه کړې ده.

اړوند خبرونه