د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مولوي مهاجر فراهي وایي، د اسلامي امارت زعيم امیرالمؤمنین حفظهالله پرېکړه کړې چې پر هغو کتابونو چې دننه په هېواد کې چاپېږي، مالیه بشپړه معاف او پر هغو کتابونو چې له بهره واردېږي، مالیه ۵۰ سلنه راکمه شي.
مولوي فراهي دا څرګندونې پر خپلې اېکس پاڼه خپرې کړي او ویلي یې دي چې دا ګام د اسلامي امارت له لوري د کتاب او خپرندويه ټولنو د ملاتړ څرګند ثبوت دی. نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت د خپرندويه ټولنو د ستونزو د حل لپاره مشخصې طرحې لري، څو د مطبوعاتو او فرهنګي ودې زمینه نوره هم پراخه شي.