ډېر لوستل شوي

غزني کې څلور ټرافيکي پېښې رامنځته شوي

د غزني امنیه قومندانۍ رسنيز دفتر ددې ولایت په مرکز، ګیلان، آب بند او قره باغ ولسوالیو کې د ۴ ټرافیکي پېښو د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
د غزني ځایي مسوولینو په دې پېښو کې د یوه تن مړینه او د اوو نورو ژوبلېدل منلي دي.
د غزني امنیه قومندانۍ په یوه خبر کې ویلي چې دا پېښې تېره شپه او نن (یکشنبه، چنګاښ ۲۲مه) رامنځته شوي دي.
ددې پېښې ټپيان د امنیتي ځواکونو له لوري پر وخت نږدې روغتیایي مرکزونو ته وړل شوي.
یاده دې شي چې د غزني سربېره په ټول هېواد کې زیاتره ټرافيکي پېښې د موټروانو د بې غورۍ په سبب رامنځته کیږي.

اړوند خبرونه