ډېر لوستل شوي

مزار شریف کې تښتول شوی ماشوم ژغورل شوی او تښتوونکي نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمطین قانع پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د بلخ ولایت د استخباراتو ریاست او نورو امنیتي ارګانونو په ګډو عملیاتو کې، چې د بلخ والي په مشرۍ ترسره شوي، یو تښتول شوی ماشوم د مزار شریف ښار د سلیم څلور لارې له سیمې څخه ژغورل شوی دی.
د ښاغلي قانع په وينا، په عملیاتو کې ټول انسان تښتوونکي نیول شوي او د هغوی پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند زياته کړې، چې ژغورل شوی ماشوم دا مهال د بلخ ولایت مقام کې خپلو خپلوانو ته د تسلیمېدو په حال کې دی.

اړوند خبرونه