د ننګرهار ځایي مسوولین وایي، د یاد ولایت په «کامې» ولسوالۍ کې د دوو کلیوالو ترمنځ د لډو لوبې پرمهال د لفظي شخړې په پایله کې یو ځوان وژل شوی دی.
د ننګرهار امنیې قوماندانۍ ویاند، سید طیب حماد ویلي چې دا پېښه د کامې ولسوالۍ په «قلعه اخند» سیمه کې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، یو ۲۵ کلن ځوان، چې د خپل کلیوال سره د لوبې پرمهال په شخړه کې ښکېل شوی و، متقابل لوري پر سر په لرګي وهلی او له سختو ټپونو وروسته نوموړي ساه ورکړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې قاتل د کامې ولسوالۍ امنیتي مسوولینو نیولی او له بشپړو پلټنو وروسته به یې قضیه عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
تر دې مخکې هم په ځینو ولایتونو کې د بېلابېلو لوبو پرمهال د خپلمنځیو شخړو له امله د ورته پېښو راپورونه ورکړل شوي وو.