د نورستان ولایتي مسوولینو دې ولایت کې د ۱۶۵ کیلوګرامو بیروجو د پلور خبر ورکړی دی.
ویل کیږي چې دا بیروج ډبرې د ازادې بولۍ له لورې په ۱۲۰ میلیونو افغانیو پلورل شوي دي.
د نورستان د کانونو او پټرولیم رییس ویلي چې دا ډبرې له کامدېش ولسوالۍ ترلاسه شوې چې ۱۲ میلیونه افغانۍ ترې د حکومت خزانې ته جمع شوي دي.
یاده دې شي چې تر دې پخوا هم دې ولایت کې ګرانبیه ډبرې د ازادۍ بولۍ له لارې پلورل شوې وې.