د هلمند ځایي مسوولینو د یاد ولایت په ګرمسېر او خانشین ولسوالیو کې د ۵ زره ۱۲۵ کیلو ګرامه نشهيي توکو د نیولکېدو خبر ورکړی.
د هلمند امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو ۵ زره کیلو ګرامه نشادر او ۱۲۵ کیلو ګرامه شیشه نیولي دي.
د مسوولینو په وینا چې دومره اندازه نشهيي توکي په دریو موټرو کې ځای پرځای شوي وو چې د ګرمسېر ولسوالۍ په «صفار» سیمه او خانشین ولسوالۍ په مربوطاتو کې د مسوولینو له لوري پېژندل شوي دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د دغو نشهيي توکو په تړاو څلور کسان نیول شوي او څېړنې ترې پیل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځې راهیسې په یو شمېر ولایتونو کې د نشهيي توکو د کاروباریانو نیونه زیاته شوې ده. د ویلو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو سره سم په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار بندیز لګېدلی او له تېرو دریو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهيي توکو لسګونه کارخونې هم له منځه وړل شوې دي.