د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ د ټرانسپورټ کمېټې د معلوماتو له مخې، په تېره یوه اونۍ کې له نیمروز ولایت، د زرنج بندر له لارې، د ۵۱۴ کډوالو کورنۍ چې شمېر یې ۲ زره او ۷۶۵ کسانو ته رسېږي، فراه، هلمند او کابل ولایتونو ته په وړیا او خوندي ډول لېږدول شوي دي.
د یادې کمېټې مسوولین وایي، دا بهیر دوام لري او موخه یې د هغو راستنو شویو کډوالو لېږد او اسانتیا برابرول دي، چې له بهره هېواد ته ستنېږي. دا په داسې مهال ده، چې يوازې تېره ورځ، له بېلابېلو لارو ۳۸۰۸ کورنۍ چې ۲۰۷۳۵ تنه افغان کډوال کېږي، په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او اړين خدمتونه هم ورته برابر شوي دي.