په ايران کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني په تهران کې د بهرنیو هېوادونو د سفیرانو او استازو په ناسته کې ګډون کړی دی.
په ياد هېواد کې د افغانستان سفارت وايي، په دې ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د خپل هېواد د بهرني سیاست پر تګلارو خبرې کړې او د ګډونوالو له استازو سره یې لیدلوري شریک کړی دی.
یاده ناسته د ایران له لوري د تهران مېشتو دیپلوماټانو د همغږۍ او سیاسي تفاهم په موخه ترسره شوې وه.