ډېر لوستل شوي

امریکا کې وسله‌وال بریدګر درې تنه وژلی

یو وسله‌وال کس د امريکا د کنتاکي ایالت په لکسینگتن ښار کې پر یوه کلیسا وسله‌وال برید کړی، چې له امله یې د يو پوليس او خپله بريدګر په شمول درې تنه وژل شوي او درې نور کسان ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، سوله‌وال بريدګر لومړی په پوليسو بريد کړی او بيا تر موټر تښتولو وروسته، کلیسا ته دننه شوی، دوه ښځې‌یې وژلې او د یو پولیس په شمول دوه ملکیان يې ټپیان کړي دي.
پولیس وايي، بریدګر د ځواکونو په ډزو کې وژل شوی او د پېښې انګیزه تر اوسه نه‌ده څرګنده شوې.

اړوند خبرونه