متحده عربي امارتو کې د اسلامي امارت سفیر، مولوي بدرالدین حقاني د «خلیفه بن زاید آل نهیان» مرستندویه موسسې له رییس، محمد حاجي الخوري سره په کتنه کې افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
د سفارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر عمومي وضعیت، په ځانگړي ډول له ایران او پاکستان څخه راستنو شویو افغان کډوالو د ستونزو او اړتياوو په اړه هراړخیزې خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي حقاني له راستنوشویو کډوالو سره د روغتیا او تغذيې په برخو د مرستې غوښتنه کړې ده.
بلخوا د خلیفه بن زاید آل نهیان مرستندویه موسسې رییس د کډوالو د لاسنیوي ډاډ ورکړی دی.
د ویلو ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوي دي.