د جلالآباد – کونړ عمومي سړک، چې د سختو اورښتونو او سېلابونو له امله د ننګرهار ولایت د ښېوې ولسوالۍ په اړوند سيمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوی و، تېره شپه شاوخوا ۱۲ بجې بيا پرانيستل شو.
د ټولګټو وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، دا سړک د دې وزارت د پرسونل او ماشینرۍ په مرسته له رسوبي موادو پاک او د تګراتګ لپاره چمتو شوی دی.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په پنجشېر ولایت کې هم سېلابونو د آبداوه او بهارک سیمو سړکونه بند کړي وو، چې د ټولګټو ریاست د کارکوونکو په هڅو بېرته پرانیستل شول.
ټولګټو وزارت ډاډ ورکړی، چې د شته امکاناتو له استفادي به د طبیعي پېښو پر مهال لویې لارې پرانيستې ساتي.