ډېر لوستل شوي

د پکتیکا – زرمت سړک په اساسي ډول رغول کېږي

د ټولګټو وزارت مسوولین وایي چې د یاد وزارت له لوري د پکتیکا – زرمت سړک د اساسي رغونې عملي چارې پیل شوې دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي د پکتیکا – زرمت سړک د ۳۸٫۷ کیلومتره په اوږدوالي سره د پکتیکا ولایت له مرکز ښرنې څخه پیل د پکتیا ولایت تر زرمت ولسوالۍ پورې رسیږي.
د ښاغلي حق‌شناس په وینا چې د یاد سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت لخوا د «عرفان هلال او فردوس هېواد» ودانیزو او سړک‌جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې د یاد سړک په بشپړېدو سره به د پکتیکا او پکتیا ولایتونو ترمنځ د سوداګریزو او کرنیزو محصولاتو انتقالات چټک او د خلکو د تګ راتګ ستونزې به حل شي.
د ټولګټو وزارت ویاند دا هم لیکلي چې د یادې پرژې د کار په جریان کې د سیمې اوسیدونکو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

اړوند خبرونه