شمالي کوریا وايي، که د امریکا، جاپان او سویلي کوریا له لوري په لر ختیځ کې ګډ هوايي تمرینونه دوام ومومي؛ نو ممکن پوځي ځواب ورکړي.
د يادې کوریا رسمي خبري آژانس (KCNA) راپور ورکړی، چې دغه تمرینونه د امریکا د ستراتیژیکو بم اچوونکو الوتکو په ګډون ترسره شوي او پیونګیانګ یې د سیمهییز امنیت لپاره یو ښکاره ګواښ ګڼي.
په ورته مهال، امریکا، جاپان او سویلي کوریا پر شمالي کوریا غږ کړی، چې له “ناقانونه او بېثباته کوونکو فعالیتونو” لاس واخلي او د نړیوالو اصولو درناوی وکړي.
د يادونې وړ ده، چې یادې هوايي مانورې د سیمهییزو همکاريو د پراختيا او د متقابل دفاع د وړتیاوو د ازموینې په موخه ترسره شوې دي.