ډېر لوستل شوي

شیخ عبدالحکیم شرعي: د اسلامي هېوادونو اړیکې او همکاري باید په لوړه کچه وي

د عدلیې سرپرست وزیر، شیخ عبدالحکیم شرعي په کابل کې د اندونیزیا سفارت له شارژدافیر «نندا ایوالیست» او ملي پلاوي سره کتلي، او دواړو لوریو د اړیکو د پیاوړتیا، دوه‌اړخیزو همکاریو، او همداراز د قانون‌ جوړونې په برخه کې د افغانستان د پرمختګونو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې چې په دې کتنه کې د عدلیې سرپرست وزیر افغانستان او اندونیزیا د اسلامي او فرهنګي مشترکاتو درلودونکي هېوادونه بللي دي.
په اعلامیه کې د شیخ عبدالحکیم شرعي له قوله ویل شوي چې اسلامي هېوادونو ترمنځ اړیکې او همکاري باید تر هغې کچې پورې وي چې ټول یې یو هېواد وبلل شي.
د عدلیې وزارت سرپرست همداراز ویلي چې تر دې دمه لسګونه عنوانه قوانین له معتبرو فقهي سرچینو څخه تخریج شوي، او د ټولو قوانینو بنسټ قرآن کریم او نبوي سنت دي.
په ورته وخت کې د اندونیزیا د سفارت شارژدافیر هم د قوانینو او نورو برخو کې پرمختګونه مهم بللي، او په وینا یې چې هېواد یې له اسلامي امارت سره لا زیاتو همکاریو ته چمتو دی.
نوموړي دا هم ویلي چې د اندونیزیا د دیپلماتیک استازي په توګه به د خپل مأموریت په دوره کې هڅه وکړي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د خپل هېواد اړیکې او همکارۍ پراخې کړي.

اړوند خبرونه