ډېر لوستل شوي

له ۲۱۷ عمري قول اردو ۵۵۰ منسوبین فارغ او د خدمت ډګر ته چمتو شول

د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له ښوونیز مرکز څخه ۵۵۰ تنه منسوبین له درې میاشتني عقیدوي، فکري او مسلکي زده‌کړو وروسته فارغ شول.
ياد وزارت وايي، په دې مراسمو کې د دې وزارت د ښوونې او روزنې رييس شیخ داد محمد محمدي، د عمري قول اردو مرستیال ملا عبدالکریم نافذ، درستیزوال قاري محمد شفیق وثیق، علماء کرامو، مسوولینو او ګڼو منسوبینو ګډون کړی وو.
د مراسمو په ترڅ کې فارغ شویو مجاهدینو د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د خلکو د امنیت او د هېواد د دفاع په برخه کې له اخلاص او صداقت څخه د کار اخيستو ژمنه کړې ده.
د ملي دفاع وزارت وایي، تر دې مهاله د حضرت ابوبکر صدیق (رض) له روزنیز مرکز څخه په زرګونه منسوبین فارغ شوي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خدمت لپاره ګمارل شوي دي.

اړوند خبرونه