د لوګر ځايي مسوولینو د یاد ولایت په «خوشې» ولسوالۍ کې د «آبتک» په نوم د اوبو یو ذخیروي بند د لومړنۍ سروې د بشپړېدو خبر ورکړی.
سرچینې لیکلي چې دا سروې د لوګر ولایت د اوبو او انرژي ریاست مسوولینو له لوري شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې د دې بند په جوړېدو به زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او تر ځمکې لاندې اوبه هم پیاوړې شي، او همدارنګه به سلګونه کورونه د سېلابونو له ګواښ وژغورل شي.
له تېرو دریو کلونو راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اوبو د کوچنیو او لویو بندونو د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ځینو کارونه یې بشپړ او د ډېرو بشپړېدو ته نږدې شوې دي.
د ویلو ده چې د دې ترڅنګ د هېواد په ډېرو سیمو کې لسګونه چېکډمونه هم جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارل شوي دي.
په هېواد کې د دا ډول ذخیروي بندونو جوړېدل د وچکالۍ د مخنیوي لپاره خورا ګټور بلل شوي دي.