ډېر لوستل شوي

نورستان کې د ۲۲ ښوونځیو د بیارغونې پروژې پیل شوې

د نورستان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د څه باندې ۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۲ ښوونځیو د رغونې او بیارغونې پروژې پیل شوې دي.
د پوهنې وزارت وايي، د دغو پروژو له مخې په واما، وانټ وایګل، برګ‌مټال، کانتوا، نورګرام، کامدېش، دوآب او منډول ولسوالیو کې ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړېدل، بيا رغونه، احاطوي دېوالونه او نور ضروري تاسیساتو رغول شامل دي.
نورستان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د ښوونیزو اسانتیاوو له کمښت سره مخ و او د پوهنې په برخه کې د دغو پروژو پیل مهم ګام بلل کېږي.

اړوند خبرونه