د امریکا د متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې، چې هېواد بهیې پر اوکراین د «پاټریوټ» هوایي دفاع سیسټمونه وپلوري او اوکراین ژمنه کړې چې ټول لګښتونه به يې پخپله پرې کوي.
ټرمپ دغه څرګندونې تېره ورځ له نیو جرسي څخه سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو پر مهال، د مریلینډ ایالت په «اندروز» پوځي هوايي اډه کې کړې.
هغه د ورکړل کېدونکو سیسټمونو د شمېر په اړه معلومات نه دي ورکړی؛ خو ټینګار یې کړی چې امریکا نور اوکراین ته مالي مرسته نه ورکوي او دا وسلې د شدیدې اړتیا له مخې ورکول کېږي.
ټرمپ د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه سخته نا هيلي ښودلې او زیاته کړې يې ده: “پوتین ښايسته خبرې کوي؛ خو د شپې خلک بمباروي. “