د پکتیکا ولایت د ښرنې ښاروالۍ له لوري په مرکز ښرنه ښار کې د یوه مهم سړک د جوړولو چارې په رسمي توګه پیل شوې.
اميد راډيو خبريال د مسوولينو له قوله ويلي، دغه سړک چې له ملکي روغتون څخه د کټواز په لور ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري د ۱۵ ميليونه افغانيو په ارزښت په معياري توګه جوړېږي.
ځايي اوسېدونکي هم د دې پروژې له پیلېدو خوښ دي او هیله لري، چې ښاروالۍ به دا ډول نورې پروژې هم عملي کړي، څو د ښار پراختيا او پرمختګ ته زمینه برابره شي.