د ټولګټو وزارت وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د هېواد د وسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷۷.۰۲۹ مټریک ټنه توکي انتقالات شوي دي.
د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې ۴۶۴ مټریک ټنه صادرات هم شوي، چې ډېره برخهیې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.
چارواکي وایي، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې صادرات او وارېدات زياتېږي، په هماغه اندازه د کار فرصتونه ډېرېږي، ملي عواید لوړېږي او د هېواد اقتصاد کرار کرار د ثبات، پرمختګ او ځانبسیاينې لور ته ځي. د ټولګټو وزارت څرګنده کړې، چې هڅه کوي د لا زیاتو انتقالاتو لپاره لازم شرایط برابر او سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.