د خوست ځايي مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز کې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یو کیلو متر سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د دغه ولایت د ښاروالۍ مسوولینو ویلي چې یاد سړک به شیخ زاید پوهنتون، کرېکټ لوبغالي، اداري کمپلېکس او ملکي روغتون سره وصل کړي، او ښاریانو ته به د تګ راتګ اسانتیا برابره شي.
د مسوولینو په وینا چې په دې پروژه کې ۱۱۴۰ متره سړک، ۲ پلچکونه، دواړو خواوو ته ۱۵۴۰ متره لښتي او یو ګلدان جوړېدل شامل دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پروژه د «برایټ بیلډرز» ساختماني شرکت لخوا په شپږ میاشتو کې تر منظم نظارت لاندې تطبیقېږي.
په خبرپاڼه کې د خوست ښاروال، مفتي شهزاد نور راشد له قوله ویل شوي چې یادې ښاروالۍ سږ کال د ۲۰ لویو پروژو په ګډون تر ۳۰ پروژې پلان کړې دي.