په هېواد کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې په دوام، د تخار ځایي مسوولینو په یاد ولایت کې د ۷ زره ۲۴۵ کیلو ګرامه تریاکو د سوځولو خبر ورکړی.
د تخار امنیې قوماندانۍ مسوولینو رسنیو ته ویلي چې دومره اندازه تریاک د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري تر کشف او ترلاسهکېدو وروسته سوځول شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې دا نشهيي توکي په بېلابېلو ټانکرو کې ځای پرځای شوي وو او له تېرو دریو اوونیو راهیسې کشف او ترلاسه شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې نن د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو د دفتر (UNODC) له عملیاتي رییس «بو ماتیاسن» او مل پلاوي سره په کتنه کې د نشهيي توکو د کښت، تولید، قاچاق د مخنیوي او روږدو کسانو د درملنې په اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه تاریخي بللې، او په دې برخه کې د ګډې همکارۍ پر غیرسیاسيکېدو ټینګار شوی دی.