د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د چين ته د خپل سفر پر مهال د لانژو له نړیوال خشکه بندر څخه د ليدنې په ترڅ کې د بندر له مسوولینو سره د همکاریو په تړاو خبرې اترې کړې دي.
د ياد وزارت وياند محمد اشرف حقشناس وايي، په دې لیدنه کې دواړو لوريو د افغانستان د خصوصي سکتور د ودې، د حیرتان – مزار شریف په نایب آباد کې د خشکه بندر جوړولو، او د ریلي دهلیز له لارې د صادراتو د زیاتوالي پر موضوعاتو بحث او خبرې کړې دي. د یادونې ده، چې د چین – قرغیزستان – ازبیکستان – افغانستان ریلي دهلیز له دوو کلونو راپدې خوا فعال دی، چې له لارېیې افغان سوداګرو ته د کانټینري صادراتو او وارداتو مهمې اسانتیاوې برابرې شوې دي.