د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (چهارشنبې، چنګاښ ۲۵مه) په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، لوګر، بامیان، غزني، میدانوردګ، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شته.
د خبرپاڼې له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه له ۱۰ – ۳۰ ملي مترو پورې اټکل کېدای شي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز په لوېدیځو، سوېلي، سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې په بېلابېلو سیمو کې به یې سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ – ۸۰ کیلو مترو پورې وي.
هواپېژندنې ادارې دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د ننګرهار په ګډون په ځینو ختیځو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو هېوادوالو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.