ډېر لوستل شوي

سمنګان کې یو ځوان د لامبو پرمهال مړ شوی 

د سمنګان ځایي مسوولین وایي، د ایبک‌ ښار اړوند د اوبو په بند کې یو ځوان د لامبو پرمهال ډوب شوی او ژوند یې بایللی دی. 

د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ۲۵ کلن ځوان «محمد رحیم» نومېده او «رویي دو آب» ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و. 

د مسوولینو په وینا چې تر اوسه د ډوب‌شوي ځوان جسد نه دی موندل شوی، خو د را ایستلو لپاره یې هڅې پیل شوې دي. 

تر دې مخکې هم د بېلابېلو ولایتونو په سیندونو او بندونو کې د لامبو پرمهال لسګونه کسان ډوب او مړه شوي دي. 

د ویلو ده چې د اوړي په موسم کې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې ورته پېښې زیاتې کېږي، او مسوولینو بار بار له هېوادوالو غوښتي چې د تفریح پرمهال په لویو سیندونو او بندونو کې له لامبو ډډه وکړي او د ورته پېښو مخه ونیسي.

اړوند خبرونه