ډېر لوستل شوي

لوګر کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني پای ته رسول شوې

د لوګر ځایي مسوولین وایي چې د یاد ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو په هڅو هلته د دوو کورنیو ترمنځ شاوخوا ۱۶ کلنه دښمني پای ته رسول شوې ده.
د لوګر ولایت مقام په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا دښمني د یو کس تر وژل‌کېدو وروسته پیل شوې وه او دوې کورنۍ یې سره جلا کړې وې.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د دښمنۍ له امله دواړو کورنیو خپلې واده شوې لوڼې د خاوند له کورنیو جلا کړې وې، چې اوس د روغې جوړې له لارې دا ښځې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې او د دواړو کورنیو بېرته دوستي ټینګه شوې ده.”
د خبرپاڼې له مخې چې د لوګر ولایت د امر بالمعروف ریاست مسوولینو په تېرو دوو اوونیو کې یوازې په مرکز او محمداغې ولسوالۍ کې د ښځو پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي ۱۱ قضیې حل کړې دي.
په خبرپاڼه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له لوري ټینګار شوی چې دا مهال په هېواد کې د ټولنیز ثبات، د اسلامي ارزښتونو د پلي کېدو او د سالم کورني جوړښت لپاره جدي هڅې پیل شوې دي.

اړوند خبرونه