د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د تاجیکستان له لوري د افغان کډوالو د احتمالي جبري ايستلو په تړاو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ځانګړي استازي عرفات جمال له اميد راديو سره په ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د دوی معلومات ښيي، د تاجیکستان حکومت افغان کډوالو ته د ايستلو ضربالاجل ټاکلی؛ خو تر دې دمه یې کوم عملي اقدام نه دی کړی.
ښاغلي جمال په دې مرکه کې زياته کړې، چې له اسلامي امارت سره په همغږۍ، د ډيورنډ اغزن تار په اوږدو او د تګ راتګ له لویو لارو سره نږدې، له راستنو شويو افغانانو سره د لومړنیو بشري مرستو رسولو ته ژمن دي.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې څه موده وړاندې د تاجيکستان له لوري داسې راپورونه خپاره شول، چې په دې هېواد کې د افغان کډوالو لپاره د ايستلو ضربالاجل خبر ورکړل شوی دی.