ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي له «بو ماتیاسن» سره په کتنه کې د نشه‌يي توکو د کاروبار پر مخنیوي خبرې کړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو د دفتر (UNODC)عملیاتي رییس «بو ماتیاسن» او مل پلاوي سره کتلي او دواړو لوریو د نشه‌يي توکو د کښت، تولید، قاچاق د مخنیوي او روږدو کسانو د درملنې په اړه خبرې شوې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې مولوي امیرخان متقي د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه تاریخي بللې، او له نړۍ یې غوښتي چې افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر له قوله ویل شوي چې له بهر څخه د نشه‌يي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ شوی او نړیواله ټولنه باید د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
په دې کتنه کې د «UNODC» دفتر عملیاتي رییس هم د نشه‌يي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې، او په دې برخه کې یې د ګډې همکارۍ پر غیرسیاسي کېدو ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه