ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد د مطيع‌الله تراب د وفات له امله ژوره خواشيني ښودلې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب د وفات له امله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

ښاغلي مجاهد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي: “د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب صاحب وفات سخت متأثره کړو. نوموړي ته له الله تعالی څخه جنت‌الفردوس او کورنۍ او خپلوانو ته يې صبر جمیل غواړو.” مطیع‌الله تراب د معاصر ولسي ادب له مخکښو شاعرانو څخه و، چې ژور پیغام، رښتینی احساس او ساده خو اغېزمن بیان یې د خلکو په زړو کې ځانګړی ځای موندلی و.

اړوند خبرونه