ډېر لوستل شوي

نوي ۱۶۳ روزل شوي منسوبین د هېواد خدمت لپاره چمتو شول

د ملي دفاع وزارت له مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو څخه ۱۶۳ تنه منسوبین ، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له ۱۲ مسلکي کورسونو څخه تر درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو وروسته فارغ شول.

مسوولینو فارغانو ته په خپلو ویناوو کې د ملي خدمت، د بیت‌المال ساتنې، د مسلکي زده کړو دوام او له خلکو سره په ښه تعامل ټینګار کړی دی.

د ويلو ده، چې فارغانو هم د بری ليکونو د ترلاسه کولو پر مهال د هېواد په هر ګوټ کې د ښه خدمت کولو ژمنې کړې دي. د وزارت د معلوماتو له مخې، د فراغت په دغه مراسمو کې د دې وزارت د کشف او استخباراتو مرستیال ملا حیات الله لطیف (حاجي ماما)، د تعلیماتو او پرسونل معینیت مرستیال مولوي باز محمد حمیدي او د یادې قوماندانۍ درستیزوال مولوي شیر احمد محمدي ګډون کړی وو.

اړوند خبرونه