د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي او په ۵۰ ورځو کې دې د اوربند هوکړې ته ورسېږي.
د رویټرز راپور له مخې، ټرمپ خبرداری ورکړی، که مسکو له اوکراين سره د اوربند هوکړه ونهکړي، واشنګټن به نور سخت اقتصادي بندیزونه ولګوي.
ټرمپ دغه راز ژمنه کړې چې اوکراین ته به لا ډېرې وسلې، په ځانګړي توګه راکټونه، واستوي. هغه د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د ګډو خبرو پر مهال ویلي چې د پوتین له چلند څخه ډېر خفه دی.