د پکتیا ولایت مرکز ګردېز اړوند کواښ، سلات بېک، نوی کلی او تاخان خېلو سیمو ته د برېښنا رسونې پروژه د ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه او په رسمي ډول پرانیستل شوه.
د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، د ماليې وزارت له بوديجې تمويل شوي دا پروژه چې شپږ ترانسفارمرونه لري او ۵۲۶ کیلو ولټ امپیر ظرفیت لري، د ۳۶۴ وسپنیزو پایو، شبکې غزونې او اړینو تجهیزاتو په مرسته پلي شوه.
ويلکېږي، چې دا پروژه به ۳۴۵ کورنۍ، یو ښوونځی، یوه ديني مدرسه، جوماتونه او دوکانونه له دوامدارې برېښنا برخمن کړي او دغه راز بزګران به هم د کرنیزو چارو لپاره له برېښنا ګټه واخلي. د پرانیستې مراسمو کې د پکتیا برېښنا رييس مولوي جان محمد انقلابي، د عملیاتي چارو مرستیال انجنیر عبدالرحمن مخلص، د سیمې مشرانو او ځوانانو ګډون کړی وو، چې شبکه د دوی په حضور کې فعاله او له ملي شبکې سره ونښلول شوه.