د روسیې له خوا د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنې د ګڼو افغانانو هیلې زرغونې کړي او تمه شته چې دا زرغونې شوې هیلې مړاوې کېدو ته پرېنښودل شي. د افغان ولس او حکومت سترګې تر هر چا وړاندې اسلامي هېوادونو ته اوښتې دي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې غږ ته غوږ دي. که څه هم د مسکو له لوري د اسلامي امارت رسمیت پېژندنه د یو شمېر اسلامي هېوادونو له هرکلي سره مخ شوې؛ خو له همدې هېوادونو هیله کیږي چې له نورو اروپایي هېوادونو وار لومړی کړي.
د مسکو له لوري د افغان حکومت رسمیت پېژندنې ته د مسلمانو علماؤ د نړیوال اتحادیې رییس، دکتور محیي الدین علي القره داغي لیکلي و چې نوموړی د روسیې فدراسیون له لوري د افغانستان د رسمیت پېژندنې مننه کوي او د مسکو دا پرېکړه یې پر ځای بللې ده. ښاغلي داغي دا پرېکړه د افغان ولس د ارادې درناوی یاد کړی.
اوسمهال له هر چا وړاندې له اسلامي هېوادونو څخه تمه کیږي چې د افغان ولس او حکومت ارادو ته درناوی وکړي او خپله سیاسي خپلواکي ښکاره کړي. اسلامي امارت او افغان ولس د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مسلمانان خپل وروڼه بللي او په هر ځای کې یې په ننګه درېدلي دي. په غزه کې وروستیو وحشتونو ته په ځواب کې افغان حکومت په ځلونو د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو غوښتي وو چې انساني قتل عام ودروي، هر ډول تېری یې غندلی، د خپلواک فلسطین ملاتړ یې کړی او همداشان افغان ولس د هېواد په ګوټ ګوټ کې له فلسطین څخه خپله دفاع او ننګه اعلان کړه.
دا روښانه ده چې د افغانستان په تړاو د روسیې سياسي لیدلوری هم بدل و، خو دا هېواد بالاخره دې پایلې ته ورسېد چې افغان حکومت د کوم هېواد په زیان نه دی، نه ترې د ترورېزم او د نشه یي توکو د قاچاق د صادرېدو زیان لیدل کیږي او نه هم د سیمې او نړۍ لپاره ګواښ دی. د مسکو په ګډون د سیمې او نړۍ ګڼو هېوادونو منلې چې اوسمهال افغانستان د واحد مرکزي نظام له خوا اداره کیږي، د یوه امیر پیروي شته او د واک پر سر هېڅ ډول اختلاف نه لیدل کیږي. روسیې اوس دا حقیقت درک کړی، چې اسلامي امارت د افغانستان د خاورې اصلي واکمنان دي او هر ډول اندېښنه ترې بې ځایه ده. افغان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې د سیمې له هېوادونو سره د سیمې په ټیکاو او امنیت کې پراخه او فعاله همکاري کړې ده. افغانستان چې پخوا د ترورېزم او د نشه یي توکو مرکز بلل کېده، اوس پکې د نشه یي توکو او خپلسرو وسلوالو هېڅ څرک نشته. همداشان داعش خوارج چې سیمې او نړۍ ته ګډ ګواښ دی، د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري په افغانستان کې په بشپړ ډول ځپل شوي او له پښو غورځېدلي دي. افغان حکومت له لومړۍ ورځې ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ته د ورورګلوۍ، ښو او په دوه اړخیز درناوي د ولاړو اړیکو بلنه ورکړې ده. افغان حکومت تر دې دمخه خپلو ټولو ژمنو ته وفادار پاتې شوی، په همدې سبب د سیمې هېوادونو له افغانستان سره رښتینو او د ګډو ګټو اړیکې غځولي دي. اوسمهال افغانستان د سیمې او نړۍ له ګڼو هېوادونو سره مستقیمې او نامستقیمې اړیکې لري. په ګڼو اسیایي او اروپایي هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ د افغان حکومت په لاس کې دي، همدارنګه د یادو هېوادونو سفارتونه په کابل کې فعال دي.
د رسمیت پېژندنې ګټې
کله چې د یوه هېواد له خوا بل پر رسمیت پېژندل کیږي، نو یاد هېواد یا د وخت حکومت مشروعیت پیدا کوي. یعنې رسمیت پېژندنه مشروعیت ته لاره هواروي. همداشان رسمیت پېژندنه له نړۍ سره د یوه هېواد اقتصادي، سیاسي، ډیپلوماټيکې، کلتوري او هر ډول بندې دروازې خلاصوي. همدارنګه پر رسمیت پېژندل شوی هېواد له نړیوالې انزوا څخه راوځي او د نړۍ بندیزونه پرې نرمیږي. هغه هېوادونه چې پر رسمیت پېژندل شوي دي، په هره برخه کې له خنډ پرته چارې سنبالوي او نور ورته د پردي او یا نابللي په توګه نه ښکاري.
یوه یادونه اړینه ده، دا سمه ده چې له روسیې پرته یو هېواد هم افغان حکومت پر رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې تر رسمي کچې لوړې دي. پر دې مانا چې موږ له نړۍ سره په رسمي کچه کې یو، خو یوازې اعلان او نه اعلان رسمیت پېژندنه ځنډولې ده. د اسیا او نړۍ په ګوټ ګوټ کې اوسمهال د افغانستان سفارتونه فعال دي، افغان سفیران او ډيپلوماټان په ورځنیو چارو بوخت دي، ګڼو هېوادونو کې رسمي سفیران منل شوي، افغان مشران د سیمې او نړۍ مهمو غونډو ته بلل کیږي او داسې نور موارد… . دا ټول پر دې دلالت کوي چې نړۍ نوره د اسلامي امارت منلو ته تیاره شوې، خو یوازې د ځینو هېوادونو له ځواک او وېرې رسمیت او نهرسمیت نه اعلانوي. په دې وروستیو کې قزاقستان ویلي چې ښایي افغان سفیر په خپل هېواد کې ومني. اروپا کې د ناروې په ګډون المان هم منلې چې د افغانستان له اوسني حکومت سره تعاملات پراخوي. د رسمیت پېژندنې یوه بله ستره ګټه دا ده چې هېوادونه سره نږدې کوي او پرته له بهرني ګواښ او فشار څخه تعامل ته لاره هواروي.
پایله
د افغانستان اوسنی نظام د ولس له منځه راټوکېدلی او په ټول هېواد کې یې د امن څادر خپور کړی دی. دا چې دا نظام د کوم چا په خوښه او فرمایش نه دی رامنځته شوی او نه یې هم کوم فرعونیت ته سر ټیټ کړی؛ نو ځکه ورسره تراوسه د مور میرې چلند کیږي او ډول ډول بندیزونه پرې لګوي. د نړۍ او په ځانګړي ډول د امریکا له سیاسي او اقتصادي فشار سربېره اسلامي امارت د شریعت له یوه کوچني ارزښت هم نه دی تېر شوی او په بشپړه توګه یې یوه اسلامي نظام رامنځته کولو ته لستوڼې رابډ وهلي دي. د اسلامي امارت مشرانو له لومړۍ ورځې له سیمې او نړۍ سره د ښې ښکېلتیا او په درناوي د ولاړ اړیکو غوښتنه کړې ده او په ټینګار یې ویلي چې د شریعت په یوه کوچني اصل به هم معامله ونه کړي. د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو د افغانستان ځمکنی حقیقت درک کړی، اسلامي امارت یې له بندیزه اېستلی او په رسمیت یې وپېژانده. د روسیې له لوري رسمیت پېژندنه نورو هېوادونو ته هم دا فرصت ورکوي چې د مغرضو هېوادونو فشار ته نه ووایي او افغانستان د میډیا پر ځای په واقعي مانا درک کړي. افغان حکومت او افغان ولس په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو غواړي چې د افغانستان پر رسمیت پېژندنه کې تر نورو مخکښ شي او په ګډه د اسلامي امارت پېژندنې ته لبیک ووایي. که څه هم اوسمهال له ګاونډیو او سیمې سره د اسلامي امارت اړیکې د رسمیاتو تر کچې پورته دي، نو په زړورتیا سره دې د افغانستان رسمیت پېژندنه اعلان کړي. همدارنګه د چین په څېر یو شمېر ځواکمن هېوادونه کولی شي چې کوچنیو او د پراختیا په حال کې هېوادونو ته د رسمیت پېژندنې جرات وروبښي.