د قرغیزستان د امنیت شورا سلاکار «بکتبیک بکبولوتوف» وايي چې د مسکو له لوري د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پېژندل معقوله او منطقي پرېکړه ښکاري، او ښايي نور هېوادونه هم ورته اقدام وکړي.
بکبولوتوف ویلي چې د مسکو له لوري په رسمیت د ا.ا.ا پېژندل په دې مانا دي چې نور هېوادونه به هم د ملي ګټو پر بنسټ ورته بېړنی اقدام کوي.
د قرغیزستان د امنیت شورا سلاکار د مسکو له دې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ ویلي چې د «ټولیز امنیت» په غونډه کې د افغانستان په اړه پر ګڼو امنیتي مسایلو بحث شوی دی.
تر دې مخکې هم یو شمېر نورو هېوادونو په رسمیت د اسلامي امارت د پېژندلو په برخه کې د روسیې اقدام ستایلی و. د ویلو ده چې روسیه لومړنی هېواد شو چې د افغانستان اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژانده.