د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په کوربهتوب د راستنو شويو هېوادوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نوبتي ناسته د اقتصاد، صنعت، کرنې او کار وزارتونو د سرپرستانو او استازيو په ګډون ترسره شوې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په دې ناسته کې ښاغلي مولوي عبدالکبیر د کډوالو جبري بېرته ستنیدو ته په اشارې ټینګار کړی، چې د دوی له مهارتونو باید د هېواد په ابادۍ کې ګټه واخیستل شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري ويلي، چې راستانه شوي هېوادوال د کرنې، صنعت او ادارې په برخو کې د پام وړ مهارتونه لري او یو شمېر یې ادارو ته د دندو لپاره هم پېژندل شوي دي.
همداراز، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ژمنه کړې، چې وزارت به يې د خپل پنځه کلن پلان له مخې هر کال زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي او خصوصي سکتور ته یې د راستنو شويو د جذب غوښتنه هم کړې ده.
د کرنې وزارت مرستیال ويلي، چې وزارت د کرنې، مالدارۍ او لبنیاتو په برخو کې د راستانه شويو لپاره مناسب فرصتونه برابرولی شي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پر دې هم بحث شوی چې اړوند ادارې دې د راستنو شويو نیمګړو زده کړو پوره کولو ته جدي پاملرنه وکړي، څو هغوی ژر د کار بازار ته برابر شي.