د غزني امنیتي مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې ۵۲ بېلابېلې وسلې او مهمات لاسته ورغلي دي.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا وسلې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري د څلورو میاشتو په موده کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دې وسلو کې ٢١ کلاشنکوفونه، ٢١ توپانچې، ٨ توپک، ٢ پيکا، ٤ دمزایل مرمۍ، ١٥ د راکټ مرمۍ، ٨ د هاوان مرمۍ، ٨ د اګایز مرمۍ، ٨٨٥ لاسي بمونه، یو دانه د پیکا شرید، ٢٢ پټاکۍ او يو شمير نور نظامي توکي شامل دي.
د مسوولینو په وینا چې د دغو وسلو په تړاو ۱۱ کسان نیول شوي هم دي.
د یادولو چې د اسلامي امارت ځواکونو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې بېلابېلې وسلې او مهمات کشف او په تړاو یې لسګونه کسان نیولي وو.