د سرحدي پولیسو ویاند عابدالله عقاب فاروقي وایي، چې د خوست ولایت غلام خان بندر، چې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوی و، نن ورځ رسماً د ۱۵ ورځو لپاره پرانیستل شو.
مسوولين وايي، د بندر لنډمهاله خلاصون به د سوداګرو او لېږدونکو تر منځ د توکو راکړې ورکړې ته زمینه برابره کړي او د مالونو د خرابوالي مخه به هم ونيول شي.
دا په داسې مهال ده، چې د خوست ولايت ياد بندر شاوخوا دوه اوونۍ د پاکستاني حکومت له لوري له کوم دليل پرته تړل شوی و.