ډېر لوستل شوي

ملا عبدالواسع خادم: له ۴۰ ډېرو هېوادونو سره ډیپلوماتیکي اړیکې لر‌و

د ریاست‌الوزرا د دفتر رییس ملا عبدالواسع خادم وایي، چې اسلامي امارت دا مهال له ۴۰ ډېرو هېوادونو سره دوه‌اړخیزې ډیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې لري او دغه اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي.

د اميد راډيو خبريال نن د دولتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د بيان په پروګرام کې د ښاغلي خادم له قوله ويلي، چې د اسلامي امارت مسوولینو په تېرو څلورو کلونو کې د بېلابېلو برخو په کچه مهم پرمختګونه کړي، چې له جملې یې یو د بهرني سیاست برخه ده.

د رياست‌الوزرا د دفتر رييس د روسیې له لوري د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې ته په اشارې تمه ښودلې چې په نږدې راتلونکې کې نور هېوادونه هم ورته ګامونه پورته کړي.

دا په داسې مهال ده، چې د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو لړۍ د ګڼو چارواکو، رسنيو او خبريالانو په شتونو کې پيل شوه او په ترتيب سره به ټول وزارتونه او ادارې خپل کلني راپورنه له ولس سره شريک کړي.

اړوند خبرونه