ډېر لوستل شوي

هلمند کې د خونړۍ ترافيکي پېښې له امله ۱۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د کابل–هرات پر لويه لار، د هلمند ولايت واشېر ولسوالۍ په کارېز سيمه کې خونړۍ ترافيکي پېښه رامنځته شوې، چې له امله يې ۱۱ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.

د هلمند امنيه قوماندانۍ وياند ملا عزت‌الله حقاني وايي، پېښه د دوو مسافر وړونکو موټرو ترمنځ د چلوونکو د بې‌پامۍ له امله رامنځته شوې ده.

ويل‌کېږي، امنيتي ځواکونو ټپيان د ۲۱۵ العزم قول اردو او ګرشک ولسوالۍ روغتونونو ته لېږدولي، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.

اړوند خبرونه