د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په شپږو ولایتونو کې د باران او سېلابونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د هواپېژندنې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (پنجشنبې) په نورستان، کونړ، لوګر، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو د راوتلو اټکل شته.
د سرچینې د اټکل له مخې چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ – ۲۵ ملي مترو پورې وي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په خبرپاڼه کې همداراز په لوېدیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې په بېلابېلو سیمو کې یې سرعت په یو ساعت کې له ۵۰ – ۷۵ کیلو مترو پورې اټکل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو اوونیو راهیسې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله راوتلو سېلابونو هېوادوالو ته ځاني او درانه مالي زیانونه اړولي دي.