د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) خبر ورکړی، چې لاس انجلس ته د استول شویو دوه زره ملي ګارد ځواکونو ماموریت پای ته رسېدلی دی.
د ياد وزارت ویاند شان پارنل ویلي، چې د ملي ګارد ځواکونو د حضور له امله په ښار کې “ناقانونه کړنې” کمې شوې دي.
هغه دا نه ده روښانه کړې چې پاتې شاوخوا ۲ زره نور ځواکونه به څه وخت له دې ښاره وایستل شي.
دا په داسې مهال ده، چې د روان کال د جون په لومړیو کې شاوخوا ۴ زره ملي ګارد ځواکونه او ۷۰۰ سمندري ځواکونه وروسته له هغه لاس انجلس ته ولېږل شول چې د کډوالو ضد عملیاتو له امله پراخ لارينونه پیل شول.

