د پکتیا امنیې قوماندانۍ په دغه ولایت کې د ۱۳ ټنه ۳۲۵ کیلو ګرامه بېلابېلو نشهيي توکو د سوځولو خبر ورکړی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا نشهيي توکي له تېرو څلورو کلونو راهیسې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ترلاسه شوي وو او د نورو اړوندو ارګانونو په همغږۍ په رسمي ډول او عاممحضر کې سوځول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې په دغو ۱۳ سوځولشویو نشهیي توکو کې ۶ زره ۵۸۳ کیلو ګرامه چرس، ۳۱۶۵۱ ګرامه شیشه، ۱۸۸۸ ګرامه تریاک، ۹۱ کیلو ګرامه د تریاکو تخم، ۱۲ کیلو ګرامه ایف، ۴۶۴۳ دانې ټابلیټ K، ۱۸۱۷۰ دانې فریګابالین او ۴۱۹ دانې ترماډول نشهیي ګولۍ او یو شمیر نور بېلابېل توکي شامل وو.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشهيي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې د نشهیي توکو لسګونه کارخونې له منځه وړل شوې دي.
د ویلو ده چې د نشهيي توکو د کاروبار په تړاو لسګونه کسان نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.