ډېر لوستل شوي

کندز کې سږ کال د خټکیو حاصلات ۱۵ سلنه زیات شوي

د کندز ځایي مسوولین وایي چې سږ کال د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۴ زره ۷۵۴ هکتاره ځمکه خټکي کرل شوي دي. 

د یاد ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر، صلاح الدین واحدي امید راډیو ته ویلي چې دوی هڅې کوي د کندز د حاصلاتو لپاره د یاد ولایت دننه او بهر ښه بازار ولري.

د مسوولینو په وینا چې د کرنې وزارت له لوري په یاد ولایت کې د دوو سړخونو د جوړېدل هم پلان شوي چې کارونه به یې ژر پیل شي. 

خو د دغه ولایت کروندګرو امید راډیو ته ویلي چې سږ کال هلته د خټکیو حاصلات ښه دي، خو ټینګار کوي چې د دوی لپاره باید سړخونې جوړې شي او کښتونو ته یې کیمیاوي سرې او د کرنې په برخه کې عامه‌پوهاوی ورکړل شي.  د دوی په وینا چې په یاد ولایت کې د خټکیو ترڅنګ سږ کال ټولو مېوو بازار نه درلود، ځکه لامل یې د سړخونو او د مېوو د ساتنې لپاره د امکاناتو نه‌شتون بلل شوی دی.

اړوند خبرونه